کوټه کې وسله والو له جوماته بهر ۹ کسه وژلي

د پاکستان په کوته کې له یوه جوماته بهر د وسله والو په بريد کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان خبري رسنیو ویلي د نامعلومو وسله والو د برید موخه یو سیمه ییز سیاستوال علي مدد جټک وو چې له بریده روغ رمټ وتلی دی.

تر دغه برید یوه ورځ وړاندې هم په کوټه کې د ځانمرګي برید له امله ۲۹ تنه وژل شوي وو.