سینا کې اسراییلي ډرون څلور کسان وژلي

یوې توندلارې مصرۍ ډلې انصار بیت المقدس ویلي په سینا سیمه کې د دوی څلور ملګري د اسراییلي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

اسراییلي پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي. بل لورته مصري پوځ ویلي، چې سیمه کې دوې چاودنې اورېدلې شوې، خو په خپله خاوره کې یې د اسراییلو برید رد کړ.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، پنځه توندلاري هغه برید کې ووژل شول، چې پر هغو راکټونو وشو، چې اسراییلو لور ته د توغولو لپاره چمتو شوي وو.