الازهر پوهنتون د جوجاړي لپاره هڅه کوي

یوې ملي روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د یوې غونډې جوړولو په موخه د مصر د الازهر اسلامي پوهنتون مشر له سیاسي او ټولنیزو مشرانو سره اړیکې نیولې.

دغه چاره به د مشهور امام شیخ احمد الطیب په مشرتابه ترسره کېږي.

د اوسني حکومت له لوري، چې پوځ یې ملاتړ کوي له هغو څرګندونو وروسته، چې غواړي پلازمېنه قاهره کې له دوو احتجاجي کمپونو څخه مظاهره کوونکي وشړي د وینې توېدو وېره څرګندېږي.

دغو کمپونو کې دېره کسان د پرځول شوي ولشمر محمد مرسي د بیا واکمنۍ غوښتنه کوي.