الشباب د۷ لکو ډالرو تجهیزات ''غلا کړي''

اوس معلومه شوې، چې د سومالیې توند لارې ډلې الشباب هغه تجهیزات غلا کړي، چې بیه یې د برتانیا حکومت لنډه کړې. د دغو تجهیزاتو بیه اووه لکه ډالره ده.

دغه تجهیزات له هغو زېرمتونونو غلا شوي، چې له برتانوي حکومت سره په ګډه کارکوونکي خیریه موسسې په کې د خپلو دفترونو تجهیزات او د مرستې لپاره یو ځای شوي توکي ساتي.

الشباب د ۲۰۱۱ په نومبر کې دغه یرغلونه پیل کړي او څو میاشتې یې دوام درلود.

برتانوي حکومتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، د یرغلونو پر مهال یا لږ وروسته ټول وسایل له منځه تللي.

د دې وسایلو بیه په وروستي حکومتي حساب کتاب کې لیکله شوې ده.