د اندونيزيا تېلو او غازو ادارې مشر د رشوت په تور نيول شوی

د اندونيزيا فساد ضد ادارې چاوراکو د دغه هېواد تېلو او ګازو ادارې مشر د رشوت په تور نيولی دی.

رودي روبيانديني داسې برېښي چې د تېلو يو شرکت له لوري د ۴۰۰ زره ډالرو نغدو پيسو اخيستلو پر مهال نيولی شوی دی.

که څه هم د پانګونې کمښت له امله يې توليدات په تېرو څو کلونو کې کم شوي، خو تېل او غاز د اندونيزيا حکومت لپاره د عايداتو يوه مهمه سرچينه ده.

د بهرنيو شرکتونو زړه نازړه والي کې چې په دغه هېواد کې لا نوره پانګونه وکړي، ډېره پړه پر فساد اچول کېږي.