فلسطینیان د سولې مخامخ خبرې کوي

د اسراييلو او فلسطينيانو استازي به نن په بیت المقدس کې په تېرو دريو کلونو کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي.

دغه خبرې چې منځګړيتوب يې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري کوي، له هغه څو ساعته وروسته پيلېږي چې اسراييلو د سولې په بهير کې د ښه نيت ښوولو په موخه ۲۶ فلسطيني بنديان خوشې کړل.

۱۵ فلسطيني بنديان په غزه کې خوشې شوي او ۱۱ نور په لويديځه غاړه چې خپل خپلوان يې هرکلي ته ولاړ وو.

خو خبريالان وايي د يکشنبې په ورځ د اسراييلو هغه اعلان چې نژدې ۱۰۰۰ کورونه نور په هغو سيمو کې جوړوي، چې فلسطينيان يې قبضه شوې خاوره بولي، ښايي پر خبرو سيوری وغوړوي.

بل خوا د اسراييلو پوځ د چارشنبې سهار وختي پر غزه د هغو توغنديو د توغولو په غبرګون کې هوايي بريدونه کړي، چې اسراييل وايي تېره ورځ يې د دوی پر خاوره توغولي وو.