هند د ۱۸ ډوبو شویو ماڼوګانو لټون کوي

په هند کې ژغورونکي د هغو ۱۸ ماڼوګانو د پلټنې هڅې کوي چې ممبيي سره نژدې په يوه اوبتل کې تر چاودنې او ډزو وروسته ايسار پاتې شوي دي.

په اوبتل کې د لګېدلي اور ګل کولو څو ساعته وخت ونيوه او دغه اور له ممبيي ښاره ليدل کېده.

راپورونه وايي يو شمېر نور ماڼوګان چې تر چاودنې وروسته يې اوبو ته وردانګلي اوس خوندي دي.

په پېښه کې ټپي شوي کسان د سمندري ځواکونو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روسيې ساخت دغه اوبتل درې مياشتې وړاندې په پرمختللو وسايلو سمبال شوی و او کابو ۸۰ ميليونه ډالره لګښت پرې راغلی و.

د هند سمندري ځواکونه وايي ښايي دغه چاودنه يو تصادف وي.