کاسترو ويلي د رنځ له امله يې واک پرېښی دی

د کیوبا پخواني مشر فېډل کاسترو ویلي، روغتیاپالانو په ۲۰۰۶ کال کې د هغه په بدن کې یوه سخته ناروغي تشخیص کړه، ځکه یې پرېکړه وکړه، چې واک خپل کشر ورور راول ته وسپاري.

په یوه لیکنه کې چې د هغه د ۸۷يمې کلېزې په مناسبت خپره شوه، فېډل کاسترو ویلي، ګومان یې نه کاوه، چې د معدې له رنځه به ورغېږي او تر اوو نورو کلونو پورې به ژوندی پاتې شی.

فېډل کاسترو داهم څرګنده کړه، چې د ۱۹۸۰ مو کلونو په پیل کې شوروي اتحاد خبرداری ورکړی و، چې نور د امریکايي برید په صورت کې د دې ټاپو دفاع ته چمتو نه دی.