جاپاني چارواکي د جګړې ناندريز څلي ته ورغلي

د جاپاني پارلمان نژدې سل غړي او د کابېنې دوه وزیران توکیو کې د جګړې یوه ناندریز یادګاري څلي ته ورغلي.

وزیران په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان د تسلیمۍ د کلېزې پر مهال دغه ځای ته ورغلي.

دغه یادګاري څلی په جګړه کې د وژل شویو جاپانیانو په یاد جوړ دی، خو بل لور ته دغه څلی د ۱۴ جاپانیانو ویاړنه هم کوي، چې جنګي مجرمان بلل شوي.

دغه ځای ته مخکې د سیاستوالو ورتګ چین او سویلي کوریا غوسه کړي وو، چې دغه څلی ته د جاپاني یرغل د سمبول په نظر ګوري.