د پلازمېنې کابل په لومړۍ حوزه کې چاودنه شوې

د افغانستان امنيتي چارواکي وايي د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې يوه بمي چاودنه شوې ده.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وويل چې په چاودنه کې چاته زيان نه دی رسېدلی.

ښاغلي ستانکزي وويل دغه چاودنه د يوه سوداګر په موټر د يوه نښتي ماين له امله رامنځته شوې ده.

خو ځينې راپورونه وايي چې چاودنې د شاوخوا هټيو ښيښې ماتې شوي او يو شمېر دوکانونه لږ سوځېدلي دي.

د دغې پېښې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.