سي آی اې په نوادا کې د يوې پټې اډې شتون منلی

د امریکا د حکومت له لوري د داسې یوه بېس له درلودولو څخه له کلونو انکار وروسته، اوس د دغه هېواد د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې بالاخره منلې، چې یو لویه پټه اډه یې جوړه کړې، چې ۵۱ سیمه بلله کېږي.

اوس د دې اډې دقیق ځای په نواډا سارا کې په ګوته شوی.

دغه خبره د یو ټو الوتکو د تاریخ عام کولو په اسنادو کې په ډاګه شوې ده، چې په ۱۹۵۰ کلونو کې د شوروي اتحاد د جاسوسي کولو لپاره جوړې شوې وې او په ۵۱ سیمه کې ازمویل کېدې.

تر اوسه دغه ځای په رسمي نقشو او د سټلایټ په انځورونو کې نه دی په ګوته شوی.