م. م: ۸۰ کسه يې له يوې وسله والې ډلې ژغورلي

په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو ماموریت وايي ۸۰ ماشومان یې له یوې وسله والې ډلې ژغورلي، چې دغه ماشومان یې تښتولي وو.

دې ماشومانو کې ان اته کلن هم وو.

د ملګرو ملتونو په وینا د ۱۳ نجونو په شمول دغه ماشومان د مای مای ډلې له خوا په زوره ګومارل شوي وو.

دغه ډله د هېواد په سویل ختیځ کاتنګا سیمه کې فعاله ده.

له ژغورل شویو ماشومانو څخه ۴۰ هغه یې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي او د نورو په اړه ویل کېږي، چې پالنه یې کېږي.