اروپايي ټولنه مصر سره پر اړيکو بيا کتنه کوي

اروپايي ټولنې مصر ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به له دغه هېواد سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي.

دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولسواکۍ او بنسټیزو حقونو د پر ځای کول له پامه نه شي غورځول کېدای او نه هم په وینو کې لاهو کېدای شي.

اروپايي ټولنې همدراز ویلي، چې تاوتریخوالي او وژنو ته مشروعیت نه شي ورکول کېدای او نه هم بښل کېدای شي. دغې ټولنې د روان کال لپاره مصر ته د میلیاردونو ډالرو پور او مرستو ژمنه کړې ده.

له بله پلوه اخوان المسلمین ګوند نن له خپلو پلویانو د نورو مظاهرو کولو غوښتنه کړې ده.

خو په قاهره کې د بي بي سي یو خبریال وايي، د کاري اوونۍ په پیل کې ورځنی ژوند د نورمال کېدو خوا ته روان دی.