د ملګرو ملتونو څارونکي سوريې ته رسېدلي دي

د ملګرو ملتونو څارونکي د حکومت او یاغیانو له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعاو د ارزولو لپاره سوریې ته رسېدلي دي.

خبریالانو په دمشق کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو یوه ۲۰ کسیزه ډله لیدلې، چې یوه مېلمستون ته بدرګه شوې.

دغې ډلې تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي وو، چې د سوریې حکومت موافقه کړې وه چې د سویډني ساینسپوه اکی سېلسټروم په مشرۍ به د دغې ادارې یوه ډله د دوو اونیو لپاره دغه هېواد ته د ارزونو لپاره ورشي.

تمه ده چې دوی به دریو ځایونو ته سفر وکړي. په دوی کې له حلب ښار سره نږدې هغه سیمه هم شامله ده چې سوري حکومت وايي یاغیانو پکې د مارچ په میاشت کې کیمیاوي وسلې کارولې دي.