د چپرهار د پوهنې مدیر وژل شوی

حکومتي چارواکي وايي، د افغانستان د ختیز ولایت ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر د وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د چارواکو په وینا د پوهنې مدیر محمد عظیم د ښوونځي له یو شمېر ماشومانو سره په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ ورځې په مراسمو کې د ګډون لپاره راروان و، چې په لاره کې د نامولومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

ځایي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې د چپرهار په حافظانو سیمه کې یاد مدیر د وسله والو لخوا له موټره کوز کړل شوی او په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه د دغې پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.