کوټه کې ۱۰۰ ټنه بم جوړوونکي مواد نیول شوي

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په سوېل لوېدیز ښار کوټه کې یې د عملیاتو پر مهال په یوه ګودام کې سل ټنه بم جوړوونکي مواد او لس کسان نیولي دي.

چارواکي وايي په دغو شیانو کې کیمیاوي مواد او بم جوړوونکي ماشینونه شامل دي.

دوی وايي، دغه کیمیاوي مواد په هغو دوو بمونو کې له کارول شویو موادو سره یو شان وو، چې د روان کال په لومړیو کې یې دوه سوه کسان ووژل.

په کوټې کې یو شمېر وسله وال سازمانونه فعال دي چې د طالبانو ډله هم پکې شامله ده.

په دغه ښار کې قومي او بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې هم فعالیت کوي.