''مبارک دې کور کې نظر بند وساتل شي''

مصري پوځ د دغه هېواد د پخواني ولسمشر حسني مبارک په اړه امر کړی، چې کور کې دې نظر بند وساتل شي.

روانه اونۍ داسې تمه کېده چې نوموړی به په ضمانت خوشی شي.

یوې محکمې چې د درغلیو په اړه قضیه څېړي، د چهارشنبې په ورځ په مشروط ډول د هغه د خوشي کولو امر وکړ، ځکه نوموړي د محاکمې له پیله مخکې د توقیف تر ټاکلې مودې زیات وخت بند کې تېر کړی.

د پخواني ولسمشر وکیلان وايي، ښايي نوموړي د پنجشنبې په ورځ له زندانه خوشی شي.

مبارک اوس هم د ۲۰۱۱ کال د پاڅون پر مهال، چې په نتېجه کې دی له واکه لېرې شو، د احتجاج کوونکو په وژنه کې په لاس لرلو تورن دی.