له اوباما د براډلي مننګ د بښنې غوښتنه

د امریکايي پوځي براډلي مننګ وکیل له ولسمشر اوباما نه غوښتي، چې نوموړی وبښي.

مننګ ویکیلیکس ته د محرمو اسنادو د ورکړې په تور په ۳۵ کاله بند محکوم شوی.

د مننګ وکیل ډېوډ کومبز وايي موکل یې یو زړور امریکایی دی، چې نه یې غوښتل پټه خوله پاتې شي.

د جولای په شلمه پوځي محکمې د جاسوسۍ، غلا او نورو تورونو له کبله ۲۵ کلن براډلي مجرم وپېژاند خو پر هغه له دښمن سره د مرستې کولو تور و نه لګېد.

تېره اونۍ مننګ امریکايانو ته د خپل اقدام له کبله د تکلییف رسېدو او غیر احتمالي پایلو له کبله بښنه وغوښته.