هانګ کانګ پوليسو د مافيايي ډلو ۱۸۰۰ غړي نيولي

د هانګ کانګ پولیس وايي د درې مافیايی ډلو پرضد د یوې میاشتنې عملیاتو په ترڅ کې له ۱۸۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

په هانګ کانګ، ماکاو او په چینايي میشت ګوانګدونګ ولایت کې د دې عملیاتو په ترڅ کې د پنځه ملیونه ډالرو په ارزښت نشه یي توکي او نور ناقانونه توکي تر لاسه شوي دي.

د دې عملیاتو په ترڅ کې چې د قیمار او نشه یې توکو پرضد عملیات بلل کیږي پولیسو د شپې کلبونه او د مساج مرکزونو په ګډون ۲۵۰۰ مرکزونه پلټلي دي.