نایجریا: بوکو حرام ډلې یوه کلي کې ۴۴ کسان وژلي

نایجریا کې امنیتي ځواکونه وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ یوه کلي کې توند لارې ډلې بوکو حرام ۴۴ کسان وژلي دي. د امنیتي ځواکونو په وینا دغه پېښه د دوشنبې په ورځ رامنځ ته شوې، خو په باب یې راپورونه د جمعې په ورځ ورکړل شوي دي. دغه پېښه بورنو ایالت ته څېرمه ډیمبا کلي کې رامنځ ته شوې ده. دغه ځای د بوکو حرام ډلې مهم مرکز و، خو له پوځي عملیاتو وروسته توند لاری یه خو پټ شوي او یا ګاونډي هېواد کامېرون ته تښتېدلي دي.