ارجنټاین د برتانوي کمپنیو فعالیت وځنډاوه

ارجنټاین وروسته له هغه د تېلو د استخراج د څلورو برتانوي کمپنیو فعالیت وځنډاوه چې د فاکلنډ جزېرې ته څېرمه یې په اکتشافي کارونو لاس پورې کړ.

د ارجنټاین حکومت ویلي یوې جزیرې ته نژدې چې دا هېواد یې مالویناس بولي، د ناقانونه او پټو فعالیتونو له امله به د دې څلورو کمپنیو فعالیت د شلو کلونو لپاره وځنډول شي.

ارجنټاین له برتانیا غوښتي چې پر دې جزیرې د ملکیت پر سر خبرو ته کښېني خو لندن وايي یوازې په هغه صورت کې د دې جزېرې پر سر خبرو ته تیار دی چې د فاکلنډ اوسېدونکي په خپله د دا ډول خبرو غوښتنه وکړي.

د مارچ میاشتې په ټولپوښتنه کې د دې جزیرو اوسېدونکو د لندن تر واک لاندې پاتې کېدو ته رایه ورکړه.