د بوليويا په زندان کې بلوا ۳۱ کسه وژلي

د بوليويا په یوه زندان کې د جمعې د ورځي د بلوا په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیره شاوخوا ۳۱ ته پورته شوې ده.

لسګونه نور زندانیان هغه مهال سخت ټپیان شول چې د زندان په منځ کې د سیالو ډلو تر منځ جګړه وشوه.

ډیری قربانیان هغه مهال وسوځیدل چې زندانیانو دوه د ګازو ټانکرونه وسوځول او له نورو څخه یې د اورغورځونکې وسیلې په توګه کار واخیست. په وژل شویو کې یو ۱۸ میاشتنې ماشوم هم وو چې له خپل مور او پلار سره په دغه زندان کې وو.