پاکستان وايي نويو تدبيرونو د ماليې غونډول يو پر څلور زيات کړي

د پاکستان ماليې وزارت وايي د ماليې غونډولو نويو تدبيرونو د دوی عايدات يو پر څلوره زيات کړي دي.

دغه وزارت ويلي په تېر جولای کې د نوي مالي کال له پيل راهيسې يې لږ څه د پاسه يو مليارډ ډالر تر لاسه کړي دي.

پاکستان ماليې ټولولو کې د نړۍ تر ټولو ټيټه کچه لري.

د ماليې وزير اسحاق ډر وويل حکومت د يوې ناکامۍ پر پايلې پوه شوی، چې د مالي سيستم ورسره سم کړي.

خبريالان وايي که پاکستان په تېره بيا د شتمنو له خوا له ماليې تېښتې په پراخه خپور دود درملنه ونه کړي، کېدی شي د پيسو نړيوال صندوق د پور يوه مهمه ټولګه له ګواښ سره مخامخ شي.