''له کیمیاوي وسلو کاروونکو سره حساب ضرور دی''

امریکا په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د شکمن برید په اړه سختې څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې د دغه برید مسولینو سره به حساب کېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، له دې خبرې انکار نه شي کېدای چې په یاد برید کې زهرجن ګاز کارول شوی او په دې کې هم شک نشته چې پړه یې د ولسمشر اسد د ځواکونو پر غاړه ده.

په واشنګټن کې د بي بي سي یو خبریال وايي، داسې ښکاري چې د امریکا حکومت د سوریې پر وړاندې پوځي ګام پورته کولو ته لاره اواروي او تمه ده چې ولسمشر اوباما به په راتلونکو ورځو کې په دغې مسلې کې د پرمختګ په اړه پرېکړه وکړي.

امریکا د سوریې د کړکېچ په اړه له روسیې سره یوه ټاکل شوې ناسته ځنډولې ده. له بله پلوه په اردن کې د امریکا، اروپا او عربي هېوادونو پوځي مشران د دویمې ورځې غونډې ته چمتووالی نیسي.