امریکا کې د اقتصادي کړکېچ وېره شته

د امریکا د مالیې وزیر جیک لیو د دغه هېواد کانګرس ته ویلي، که د پورونو کچه رالوړه نشي، حکومت به د اکتوبر میاشتې تر نیمايي پورې د خپلو لګښتونو د پرې کولو لپاره بې پیسو شي.

ښاغلي لیو خبرداری ورکړ، که داسې یو حالت رامنځته شي، دا به مالي بازارونه وځپي او اقتصاد به له ننګونو سره مخامخ کړي.

دغه څرګندونې د کانګرس د کاري وخت په پیلېدو د جمهوري غوښتونکو او حکومت تر منځ د شونو مخالفتونو د راپورته کېدو وړاندویېنه کوي.

د امریکا د حکومت لګښت تر هغو پیسو زیات دی، چې د مالیو په ډول یې تر لاسه کوي او جمهوري غوښتونکي له ولسمشر اوباما غواړي چې د حکومت لخوا د پورونو اخېستلو په کچې کې له زیاتوالي راوستو دمخه دې په حکومتي لګښتونو کې کموالی راولي.