پنجوايي کې د طالب وسلو زېرمې کشفولو ادعا

د افغانستان لوېديځ کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه ولایت پنجوايي ولسوالۍ تلقان سیمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه یې کشف کړې او وسلې یې ترې رایستلې دي.

سرچینه وايي، شاید طالبانو له دې زېرمې کندهار او نژدې سیمو کې د ورانکاریو او اړدوړ جوړولو کې ګټه اخیستې وای.

خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.