پر افغان خاوره د پاکستان توغندويي بریدونه

اسلام اباد ته د ولسمشر حامد کرزي له سفره یوه ورځ وروسته افغان چارواکي وايي، د افغانستان ختیزې سیمې یو ځل بیا د پاکستان لخوا تر توغندويي بریدونو لاندې راغلې دي.

د کونړ ولایت چارواکي وايي، په دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري شاوخوا پنځلس توغندي توغول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندان عبدالحبیب سیدخېل بي بي سي ته وویل، په دغو بریدونو کې یو توغندی د ماسختن د مانځه پر مهال پر یوه جومات لګېدلی چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او یو بل تري تم شوی دی.