کولمبیا حکومت یاغیانو سره خبرو ته چمتو والی وښود

د کولمبیا ولسمشر ژوان مانوېل سانتوس وايي، حکومت یې چمتو دی چې د دغه هېواد له دویمې سترې یاغي ډلې، اي ایل این، سره د سولې خبرې پیل کړي. ښاغلي سانتوس وروسته له هغې وویل چې خبرې به ژر تر ژره پیل شي، چې یادې ډلې له څو میاشتو راهیسې یو یرغمل کړی کاناډايي وګړی خوشې کړ.

د کولمبیا حکومت وار له مخه د دغه هېواد له سترې یاغي ډلې فارک سره د کیوبا په پلازمېنې هاوانا کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د سولې خبرې پیل کړې دي.

په همدې حال کې د کولمبیا د اساسي قانون محکمې په دغه قانون کې هغه سمون تایید کړی چې له مخې به یې هغه یاغیان په سیاسي ژوند کې د برخې اخېستو اجازه ولري چې وسلې کېږدي.