هندي کشمیر کې پنځه وسله وال وژل شوي

په هندي کشمیر کې چارواکي وايي، د دغه ایالت په ختیځ کې د نښتو پر مهال لږ تر لږه پنځه وسله وال اورپکي وژل شوي دي.

هندي ځواکونه وايي، دوی په یوه ګڼ ځنګلې سیمه کې وروسته له هغې عملیات پیل کړل چې په دغه ځای کې یې د یادې وسله والې ډلې د پټېدا په اړه استخباراتي مالومات تر لاسه کړل.

پولیس وايي، په وژل شویو کې د یادې ډلې یو لوړپوړی غړی هم شامل دی.

د کشمیر په لانجمن ایالت کې وروسته له هغې تاوتریخوالی زیات شوی، چې د روان کال په سر کې یو کشمیری سړی په ۲۰۰۱ کال کې پر هندي پارلمان د برید په تړاو اعدام شو.

په وروستیو اونیو کې د هند او پاکستان تر منځ د سرحدي کرښې په اوږدو کې یو شمېر نښتې شوې دي.