د عراق سامرا چاودنې ۱۷ کسان وژلي

عراقي چارواکي وايي، د پلازمېنې بغداد په شمال کې د سامارا ښار کې یوه موټر بم چاودنه شوې چې د مېوو او سبو په یوه بازار کې یې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژلي دي.

په دغه سني مېشتي ښار کې یاد برید تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان کړي هم دي.

دغه برید یوه ورځ وروسته تر هغې شوی چې په بغداد کې د چاودنو یوې لړۍ تر اتیاو ډېر کسان ووژل.

په عراق کې د روان کال تاوتریخوالی له تېرو پنځو کلونو راهیسې بې ساری دی.