''پر ترکیه برید باید اسد راوپرځوي''

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ویلي د سوریې حکومت پرضد هر ډول پوځي اقدام باید د ولسمشر بشار الاسد له واکه د ګوښه کولو لپاره وي.

ښاغلي اردوغان ویلي څلور ویشت ساعته چریکي ته ورته به عملیات به اغیزمن نه وي، د ده په وینا عملیات باید د سوریې حکومت تسلیمېدو ته اړ کړي، که هدف د وینې توېیدو مخنیوی وي نو دا مهم ټکی دی.

د ترکيې امنیتي ځواکونو له ګاونډي د هر ډول ګواښ په ځواب کې د تیارسئ په حالت کې دي، ترکیې ویلي د سوریې حکومت پر ضد د نړیوال ایتلاف غړیتوب ته تیاره ده.

ښاغلی اردوغان یو وخت د ولسمشر اسد کلک ملاتړی و، خو اوس پر هغه سخت انتقاد کوي.