ووډافون په ویریزون کې خپله ٪۴۵ برخه پلوري

تمه ده چې نن به یو برتانوی مخابراتي شرکت ووډافون په امریکايي شرکت ویریزون کې د خپلې پنځه څلوېښت سلنې برخې د پلورلو اعلان وکړي.

ووډافون د یکشنبې په ورځ وویل، چې د خپلې برخې د پلورلو په اړه یې له ستر برخوال وېریزون شرکت سره خبرې پر مخ تللې او ټاکل شوې چې خپله برخه په یو سل او دېرش میلیارده ډالر وپلوري.

دا به په صنعتي تاریخ کې یوه ستره معامله وي.

د ووډافون برخه په ۱۹۹۹ کال کې د یو شپېته میلیارده ډالرو په پانګونې پیل شوې وه.