چین: د دولتي شرکتونو څار کمېسیون مشر ګوښه شوی

چینايي دولتي خبري اژانس وايي، د هغه کمېسیون مشر له دندې لرې کړل شوی، چې د دولتي شرکتونو څارنه پر غاړه لري. د ژانګ ژیمین په نامه له دغه چارواکي دوه ورځې وړاندې د اداري فساد د تورونو په اړه پلټنې پیل شوې وې.

د مارچ تر میاشتې پورې ښاغلی ژانګ د چین د تېلو د ملي شرکت مشر و. دغه اداره د اداري فساد له یو شمېر تورونو سره مخامخ ده.