''مصر لرغونې نړۍ کې کمساری بنسټ و''

په برتانیا کې ساینسپوهان وايي، دوی د لرغوني مصر د پنځه زره کلن مدنیت د سرچینو په اړه تر ټولو باوري باوري مهالوېش ترتیب کړی دی.

په دغو څېړنو کې له الماسي او کمپیوټري تخنیکونو کار اخېستل شوی او موندنې ښيي چې مصري دولت له هغه څه ژر رامنځته شوی، چې پخوا یې په اړه فکر کېده.

یاد ساینسپوهان وايي، چې نیل سیند پر غاړه په دایمي ډول د خلکو مېشتېدنې او د کرنې له پیلولو یوازې شپږ سوه کاله وروسته د دغه دولت لومړني ټولواک آها د پاچا په توګه واک ته ورسېد.

د دغې څېړنې مشري د اکسفورډ پوهنتون د استاد ډاکټر مایکل ډي پر غاړه وه:

''د مصري دولت د جوړښت په اړه مهمه خبره دا ده، چې دا په لرغونې نړۍ کې یو کمساری بنسټ و. دا یو داسې دولت و، چې له جوړېدو سره سم یې په یوه ځانګړې ځمکه خپلې پولې ټاکلې وې. دغه دولت په اوسنۍ نړۍ کې د ملتونو له جوړښت سره ډېر ورته و''.