عراق کې چاودنو ۶۰ کسان وژلي

د عراق په پلازمېنې بغداد کې د موټر بم بریدونو یوې لړۍ تر ۶۰ کسان وژلي دي.

د تېرو څو میاشتو په څېر، په دغو بریدونو کې هم هغه سیمې په نښه شوې وې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.

پولیس وايي، په ختیزې ولسوالۍ طالبیه کې یو خوړنځي په نښه شوي و.

د ښار په بله څنډه کې هم د سعدیه په نامه یوې سیمې کې د پولیسو له مرکز سره نږدې یوه بله موټر بم چاودنه شوې ده.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې په عراق کې وروستۍ دوه میاشتې تر ټولو خونړۍ ښوول شوې دي.