IMF پاکستان ته ۶،۷ میلیارد ډالر پور ورکوي

د پیسو نړیوال صندوق ی( آی ایم ایف) له پاکستان سره د شپږ اعشاریه اوو میلیاردو ډالرو پور ورکړه تصویب کړې ده.

دغه پور به له پاکستان سره مرسته وکړي چې له اقتصادي بحرانه ووځي، پانګونه پکې ډېره شي او اقتصادي اصلاحات رامنځ ته کړي.

پور به دغه را د پاکستان د پیسو ارزښت په بیا پیاوړي کولو کې هم مرسته وکړي. خو دولت مجبوره دی چې د مالیه نه ورکونکو سره مبارزه وکړي او د برېښنا پرې کېدونکی سیستم هم اصلاح کړي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي له اقتصادي ننګونو سره سره پاکستان هغه هېواد دی چې له دغو پیسو به په ښه توګه د ؛تې اخیستلو وړتیا ولري.