ايټاليا وايي خپل سمندرغاړي سره يې سلګونه کډوال ژغورلي

د ايټاليا سمندرغاړي ساتونکي وايي په تېرو دوو وورځو کې يې له هغو کښتيو چې کډوال او پنا غوښتونکی يې لېږدول، څه د پاسه ۷۰۰ کسان ژغورلي دي.

څلور کښتۍ چې د سوريې، مصر، نيجېريا او غانا له کډوالو ډکې وې د سيسلي سمندرغاړي سره له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

د ۴ کسانو يوه کورنۍ د ترينګلي حالت له امله درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

په سوريه او مصر کې د تاوتريخوالي کچې لوړېدو سره د هغو پنا غوښتونکو په شمېر کې هم زياتوالی راغلی چې په تېرو څو مياشتو کې يې ايټاليا ته د رسېدو هڅه کړې ده.