د نایجریا پوځ وايي د بوکو حرام ۵۰ غړي وژل شوي

د نایجریا پوځ وايي د دغه هېواد په شمال ختیځ کې یې د اسلام پاله وسله والې ډلې بوکو حرام ۵۰ غړي وژلي دي.

د نایجر د پوځ یوه ویاند وویل دولتي ځواکونو په بورنو ایالت کې وسله وال اړ کړل چې خپل کمپ ته په شا شي او یاد شمېر وسله وال په همدې جګړه کې ووژل شول.

وړاندې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د همدې ډلې د وسله والو په برید کې د تېرې جمعې په ورځ نهه تنه وژل شوي وو.

په تېره مۍ میاشت کې ولسمشر ګوډلک جاناتان د بورنو په ګډون په درې شمال ختیځو ایالتونو بېړنی حالت اعلان کړ.