د هندي مسلمانانو او هندوانو ترمنځ تاوتریخوالي کې اته نور کسان هم وژل شوي

د هندوستان په شمالي ایالت اترپردیش کې یو ځل بیا د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.

په تازه شخړو کې اته کسان وژل شوي دي.

له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر مخ په لوړیدو دی.

دا تاوتریخوالی د تېرې شنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شو چې د دریو سړیو له خوا د یوې ځوانې نجلې د جنسې ځورونې د غندلو لپاره په مظفرګهړ کې غونډه وبلل شوه.

اوس چارواکو په زرګونه پوځیان په سیمه کې ځای پرځای کړي، لسګونه کسان یې نیولي او ګرځبندیز یې اعلان کړی دی