د ناروې لومړي وزیر ټاکنو کې ماتې ومنله

د ناروې لومړي وزیر جېنس ستالتېنبرګ له اته کلنې واکمنۍ وروسته په پرونیو پارلماني ټاکنو کې ماتې منلې ده.

د نوموړي د کارګر ګوند په مشرۍ ایتلاف پر ځای به د اېرنا سولبرګ د محافظه کار ګوند تر مشرتابه لاندې مرکزي ښي لاسی ایتلاف واک ته ورسي.

مېرمن سولبرګ په پلازمېنې اوسلو کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې دغه بریا د ښي لاسو ګوندونو لپاره یو تاریخي بری وباله.

له بله پلوه ښاغلي ستالتېنبرګ خپلو پلویانو ته وویل، چې دوی آن په ماتې هم ویاړ کولای شي.

غږ: د ناروې په سیاسي تاریخ کې هغه څه ډېر کمساري دي، چې موږ لاس ته راوړي دي او هغه دا دي چې موږ پرله پسې درې ځلې ټاکنې ګټلې دي.

نن شپه موږ وینو چې دا یو سخت ماموریت و.

د ناروې له پارلماني دود سره سم به زه د اکتوبر په څوارلسمه د دولتي بودجې د مسلې له بشپړولو وروسته له خپل حکومته استعفا ورکړم.