ګواتیمالا کې د بس ښویېدو ۴۳ کسان وژلي

په مرکزي ګواتیمالا کې د بېړنیو چارو کارکوونکي وايي، د یوې غونډۍ له سره یو بس موټر دوه سوه متره لاندې سیند ته غورځېدلی چې له امله یې لږ تر لږه دري څلوېښت تنه وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې تر څلوېښتو ډېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

دغه پېښه د سان مارتین په غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې، چې ډېری سړکونه یې خام دي.

د دغې سیمې ښاروال وايي، یاد ګاډی له غورځېدو مخکې له یوه ډبرین دېوال سره جنګېدلی دی. د

دغې پېښې د لامل مالومولو په اړه پلټنې روانې دي.