بدخشان کې د سیند اوبو ډېرېدو خلک ترهولي

د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د سیند د اوبو کچه په ناڅاپي ډول زیاته شوې، چې له امله یې سیمه ییز خلک زیانمن شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه په اسکیتول سیمه کې دغو سېلابي اوبو یو شمېر کورونه ړنګ کړي او کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویېلي، یو شمېر بزګر چې د سېلاو راوتو پر مهال په کروندو کې بوخت وو، تري تم شوي دي.

د پېښې له امله د رامنځته شویو مرګ ژوبلو شمېرې تر اوسه روښانه نه دي.

د زیباک ولسوالۍ چارواکي وايي، سیمې ته د ورتلو هڅې کوي، خو په وینا یې د سېلاو له امله په سیمه کې پلونه زیانمن شوي چې د دوی ورتګ یې یې سخت کړی دی.