د امنیت شورا د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راتلوونکو څو ساعتونو کې د سوریې د کیمیاوي وسلو په هکله غونډه کوي څو په دې هکله اختلاف له مینځه یوسي چې څنګه د سوریې کیمیاوې وسلې له کاره وایستل شي.

د دې غونډې چې د بندو دروازو ترشاه به ترسره شي غوښتنه روسیې کړې ده.

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین هر هغه پلان غندلی چې له مخې به یې له زور نه کار واخیستل شي.

په همدې حال کې د فرانسې، برتانیا او امریکا استازي کې د کیمیاوي وسلو د له کاره ایستلو د مسودې په اړه غږیدلی دي.

د برتانیا لومړي وزیر ډیوډ کمیرون ویلي د دوی مسوده داسې جوړه شوې چې ډاډمنه کړي د روسیې وړاندیز د تېر ایستلو نه دی.