د نړۍ ستر ټوکر جوړوونکي غونډه کوي

د نړۍ د ټوکران جوړولو د یو شمېر سترو شرکتونو چارواکي نن یوه دوه ورځنۍ غونډه پیلوي. ټاکل شوې چې دوی د دغه صنعت د ټپي او وژل شویو کارګرو کورنیو لپاره د اوږدمهالو مالي مرستو په اړه خبرې وکړي.

دغه غونډه د نړیوالې صنعتي سوداګرۍ د بنسټ لخوا وروسته له هغې تنظمېږي، چې په اپرېل میاشت کې په بنګله دېش کې د یوې ودانۍ د ړنګېدو له امله تر یوولس سوو ډېر کارګر ووژل شول او همداراز تېر کال په ډاکه کې په یوه کارخونه کې اور ولګېد چې تر سلو ډېرو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سوداګریزې ټولنې وايي، د دغو ډېرو وژل شویو کسانو کورنۍ د خپل ژوند د اقتصادي خوندیتوب په لار کې له ګواښونو سره مخامخ دي.