لندن کې لومړی ځل د مخ پټې مسلمانې محاکمه شوې

په لندن کې يوه قاضي يوې مسلمانې ښځې ته اجازه ورکړې چې محکمې ته له خپلې بورکې سره ورشي.

فکر کېږي دا لومړی ځل دی چې د انګلستان يوې محکمې کې داسې حالت ته اجازه ورکول کېږي.

تېره مياشت دغه قاضي ويلي وو يوې داسې ښځې ته اجازه نه شي ورکولی چې د يوه شاهد ګواښلو پر تور محکمې ته په داسې حال کې ننوځي چې بورکه يې پر سر وي، ځکه دی نه شي باوري کېدی چې دغه مېرمن هماغه تورنه ده که څنګه؟

د پنجنشبې پر ورځ د جوړجاړي يوه داسې سلا وشوه چې له مخې يې يوې ښځينه پوليس افسرې ته اجازه ورکړل شوه، چې له محکمې بهر د دغې ښځې پېژندنه وکړي.

دغه ښځه وايي دين يې د دې اجازه نه ورکوي په داسې تالار کې خپل مخ وښيي چې سړي په کې وي.

قاضي به راتلونکې اوونۍ حکم کوي په داسې حال کې چې د دې بورکه پر سر وي، بشپړه قضيه دې د قضايي پلاوي ترمخ واورول شي، که څنګه؟