د عراق بعقوبه کې بمي چاودنو ۳۰ کسان وژلي

په عراق کې چارواکي وايي ۳۰ کسان هغه مهال ووژل شول چې دوه بمونه د بغداد شمال بعقوبه کې د سنيانو له يوه جومات سره وچاودېدل.

پوليس او روغتيايي سرچينې وايي چاودنې هغه مهال وشوې چې خلک د جمعې له لمانځه په وتلو وو.

دغه بريدونه له ۲۰۰۸ کال راهيسې په عراق کې د وينې تويونې د خورا ناوړه څپې پر مهال کېږي.