پکتیکا کې چاودنې ۱۶ افغانان ټپیان کړي

د افغانستان سوېل ختيځ پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ ته نژدې له ترانسپورت مدیریت سره موټربم ځانمرګي برید لږترلږه شپاړس افغانان ټپیان کړي دي.

د پکتیکا امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ برید تاییدوي او وايي چې دغه لس سلنډره موټر، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و، ښرنې ته تر رسول کېدا وروسته چوول کېده.

دی وايي، کله چې پولیسو موټروان ته د درېدو غږ کړی، هغه ناچاره شوې او موټر یې چوولی دی.

په ټپیانو کې لس پولیس، دوه د ملي امنیت کسان، دوه د ترانسپورت ملکي مامورین او دوه عام وګړي دي.

په سیمه کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، دا چې پېښه سهار شپږ بجې شوې وه او د جمعې ورځ وه، د خلکو ګڼه ګوڼه هم سیمه کې نه وه، څوک په کې نه دي وژل شوي، خو که لږ وروسته شوې وای، شاید ډېر خلک یې وژلي وای.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، برید د دوی کسانو د سروضې ولسوالۍ ودانۍ، اردو او اربکیانو مرکز ته نژدې کړې، چې په ادعا یې لسګونه بهرني او افغان پوځيان پکې وژل شوي.

د برید سیمه کې د ولسوالۍ ودانۍ په ګډون، ګڼو حکومتي ودانیو او د خلکو کورونو ته زیان اوښتی او د زیاترو هېندارې ماتې شوې دي.