د عراق شمال موصل کې ځانمرګي ۲۰ کسان وژلي

عراق کې پوليس وايي يوه ځانمرګي د دغه هېواد شمال کې د شباک لږکيو يوه جنازه کې څه د پاسه شل کسان وژلي دي.

په بريد کې، چې د نيناوا ولايت مرکز موصل ښار سره څېرمه شوی، ډېر نور ټپيان شوي هم دي.

خبریالان وايي دا روښانه نه ده چې بريد چا کړی، خو په تېر کې شباک لږکي چې په عمومي ډول شيعه ګان دي، د سني اورپکو بريدونه موخه وو.

د جمعې په ورځ ۳۰ کسان هغه مهال ووژل شول کله چې له جمعې لمانځه وروسته د پلازمېنې بغداد شمال بعقوبه ښار کې د سنيانو يوه جومات بهر دوه بمونه وچاودېدل.