د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په شمول درې ملکي کسان وژل شوي دي.

پېښه د سهار په لسو بجو یوه سیمه ییز بازار ته څېرمه د یوه روغتیايي کلیینک مخې ته شوې.

د کندهار والي ویندوی جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، ځانمرګي برید ګر غوښتل، له باروتو ډک موټر د ناټو ځواکونو یوه کاروان ته نژدې کړي، خو د نوموړي په وینا هدف ته له رسېدو مخکې يې په موټر کې ځای پر ځای شوي مواد وچاودېدل.

د ښاغلي فیصل په خبره پېښه کې وژل شوي ټول کسان ملکیان دي او ناټو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.