ولسمشر اوباما وايي له خپل نوي ايراني سيال سره يې ليکونه تبادله کړي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي د ايران له نوي ولسمشر حسن روحاني سره يې ليکونه تبادله کړي دي.

له امريکايي اې بي سي ټلوزيون سره خبرو کې ښاغلي اوباما وويل ايراني چارواکي پوهېدلي چې په اتومي ولسو پسې د تهران منډې ترړې د امريکا لپاره په سوريه کې د کيمياوي وسلو کارونې پرتله "ډېره ستره مسئله" ده.

ده زياته کړه ښاغلی روحاني د ايران اتومي مسئلې په اړه د ډيپلوماټيک حل پر شونتيا پوهېدلی، خو "ناڅاپه به يې اسانه نه کړي."

د سوريې په اړه ښاغلي اوباما د روسيې ولسمشر ولاډمير پوټين دا ادعا رد کړه ګنې دا ياغيان وو چې د دمشق څنډو کې يې زهرجن غاز کارولی و، خو د ښاغلي پوټين ډيپلوماټيکو هڅو هرکلی يې وکړ.